ایکنانیوز د آناتولی له قوله راپور راکوي، دغه جومات چې د عثماني حکومت په وسیله په ۱۴۵۷ کال کې د بوسنيا له فتح کولو وروسته جوړ شوی،د بوسنیا هرزیګوینیا د یوه مذهبی او کلتوري بیلګې په توګه شمیرل کیږي.
دغه دستورې په ؛هنکار؛: جومت کې په ساراوو کې د ترکیې د سفارت ددیني خدماتو د سلایار په ملګرتیا او د بوسنیا هرزګوینیا د اسلامی اتحادئې په مشرۍ سره ترسره کیږي. په دغه سنت کې هر یو ګډون کونکی یوه سوره یا یو آیت تلاوت کوی او نورئې تعقیبوي.
په روژې مبارکې میاشتې کې د ترکیې ۲۴حافظان د بوسنیا هرزګوینیا په مختلفو ښارونو کې د تروایح د لمانځه او د قرآن د قرائت لپاره ماموریتونه په غاړه لري او هڅه کوي څو د بوسنیا د مسلمانې ټولنې لپاره ددغو شپو ورځو معنوي فضا رامینځةکړي.
د ترکیې یوه حافظ سلوجوق ګولتکین له آناتولي خبری آژآنس سره په خبرو کې خوښي ښودلې او وئيلي ئې دي چې په دغه تاریخي جومات کې دخلکو خدمت کول د هغه لپاره یو لوي ویاړ دی. هغه ووظيل، دا چې په دغه شان تاریخي او کلتوري میراث لرونکي هیواد کې خدمت کوم، حقیقتا د ما لپاره د ویاړ سبب دی.
ګوالتکین دغه هیواد ته د ورتلو له وخت راهسې هغه ته د بوسنیایی خلکو احترام ته په اشارې سره ووئيل؛ بوسنیاوال له ترکانو او د قرآن له حافظانو سره ډيره مینه لري او زه دغه مینه او محبت په هر ځاي کې حس کوم.
https://iqna.ir/fa/news/4273652